د میتاتریدر ۵ د MacOS نسخه د دې لپاره جوړه شوې چې د Mac کاروونکو ته د څو-شتمنۍ ټرید بېخنډه او اسانه تجربه وړاندې کړي. دا پلاتفورم د Mac کاروونکو لپاره پرمختللي سوداګریز او تحلیلي ځانګړتیاوې لري، او د میتاتریدر ۵ لخوا د ټریدنګ د وړاندی شوو وسایلو او ځانګړتیاو پراخه لاسرسی برابروي. د دې ځانګړتیاوو په منځ کې شامل دي: د موقفونو څارنه، د بازار د تمایلاتو تحلیل، څو تایم فریمونه ، بېلابېل امرونه، د تخنیکي شاخصونو او ګرافیکي توکو پراخ کتابتون، د معاملاتو اجرا کول، د پورټفولیو مدیریت، پرمختللې چارټ جوړونې وړتیاوې، د تخنیکي تحلیل وسایل، د اتومات ټریدنګ د ستراتیژیو کارول، او د مختلفو مالي بازارونو لکه فارکس، فلزات، اجناس، د سټاک CFD، د شاخص CFD، او کریپټو CFD کې ټرید کول.
لکه څنګه چې د میتاتریدر ۴ د MacOS لپاره یو کاروونکي-دوست، مؤثره او د شخصي کولو وړ انترفېس وړاندې کوي، همدارنګه میتانریدر ۵ هم د Mac عملیاتي سیسټم سره مطابقت لري ترڅو کاروونکي وکولای شي د میتاتریدر ۵ بشپړ فعالیتونه پرته له کوم بل سافټویر یا مجازي ماشین څخه وکاروي.
پلاتفورم د اتومات ټرید لپاره د روباټونو ملاتړ کوي او ټریدرانو ته اجازه ورکوي چې د انټرنېټ له لارې له هر ځایه خپل حسابونو ته لاسرسی ولري.
همدارنګه، میتاتریدر ۵ د MacOS لپاره د MQL5 کارولو له لارې الګوریتمیک ټرید ملاتړ کوي. MQL5 یوه مدغم پروګرامي ژبه ده چې د دودیزو شاخصونو، سکرېپټونو، او اتومات سوداګرۍ ستراتیژیو جوړولو لپاره کارول کېږي. ټریدران کولی شي د اقتصادي تقویمونو، خبرونو، او نورو تحلیلي وسایلو له لارې د بازار پیښو او تمایلاتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.
میتاتریدر د MacOS لپاره د Apple M2 چپ ملاتړ کوي او په هر سیسټم نسخه کې، د Ventura په ګډون، باوري کار کوي. دا د macOS 10.14 او راتلونکو نسخو سره مطابقت لري.
ځانګړې ځانګړتیاوې د میتاتریدر ۵ د MacOS لپاره:
- د مهارت لرونکو او مسلکي ټریدرانو لپاره مناسب؛ د انترفېس کاروونکي ته واضح دی او یو -کلیک ټرید لري
- د Boot Camp یا Parallels Desktop اړتیا نشته
- ټول هغه سوداګریز وسایل چې د ديسکټاپ نسخه کې شامل دي شتون لري
- د ریښتیني وخت نرخونو څارنه
- د ټولو سوداګریز امرونو ډولونه کارولای شئ، Pending او Stop Orders
- د تخنیکي تحلیل وسایل، له ۵۰ شاخصونو او چارټ وسایلو سره
- د Trading Signal خدمت په مرسته ټولنیز ټریدنګ
- د ټرید امرونه مستقیم له چارټ څخه اجرا کول
- د بازار ګرافیکي تحلیل د ۲۱ مهالویشونو سره، له ۱ دقیقه څخه تر یو میاشتی پورې
- د بازار معلوماتو د ګرافیکي تعبیر ۳ طریقې: Line Chart، Bar Chart، یا Candlesticks
- د امرونو ۴ اجرايي حالتونه (Instant Execution، Market Execution، Request Execution، Exchange) او ۲ نوي Pending Orders ملاتړ
- د پرمختللي چارټ جوړونې او تخنیکي تحلیل د وسایلو انعطاف
- د دودیزو شاخصونو بشپړ مجموعه
- د مدغم بازار تحلیل وسایلو شتون
- د Expert Advisors (EAs) کارولو سره ټرید
- د هیجینگ اجازه
- د اقتصادي او مالي خبرونو شتون په ترمینل کې
- د بشپړو شوو معاملو تاریخ ته لاسرسی
- په آفلاین حالت کې د نرخونو او چارټونو کارولو امکان
- د کاروونکي-دوست پروګرام انترفېس
- د معلوماتو خوندي کوډ کول
- د میتاتریدر ۵ اضافي خدمتونه