مېتاتریدر ۵ د تریدنګ یو پرمختللې او مسلکي پلاتفورم دی چې د خپل پخواني نسخه (میتاتریدر ۴) د فعالیتونو د پراختیا او ښهوالي لپاره جوړ شوې ده. دا پلاتفورم د مالي او خبري معلوماتو پراخه سرچینه ده او عصري تحلیلي او تخنیکي وسایل، اضافي خدمتونه، او د شخصي کولو (Customization) اسانتیاوې وړاندې کوي.
مېتاتریدر ۵ لاندې ځانګړتیاوې لري:
-
څو بازاره ترمینل (Multi-Market Terminal): نه یوازې د فارکس بازار ته، بلکې د سټاک تبادلو ته هم لاسرسی ترلاسه کړئ. د اسعارو، فلزاتو، CFD سهامو او اجناسو بشپړه مجموعه په یو ځای او په اسانه سوداګریز چاپېریال کې معامله کړئ.
-
یوکلیکه سوداګري (One Click Trading): د بازار د عمومي کتنې له کړکۍ څخه مستقیمآ سوداګریز امرونه پرانیزئ او مدیریت یی کړئ. د هر مالي آلې په اړه بشپړ معلومات لکه Spread، Swap، Bid/Ask او High/Low نرخونه وګورئ.
-
پرمختللي د امر اجرا کولو ډولونه (Advanced Order Execution Modes): د څلورو اجرايي حالتونو څخه یو انتخاب کړئ: Instant Execution ،Market Execution ،Request Execution ،Exchange. سربېره پر دې، دوه نوي انتظار امرونه (Pending Orders) هم شامل دي. تاسو کولی شئ BuyStopLimit او SellStopLimit امرونه له قیمت چارټ څخه مستقیمآ پرانیزئ، او د وخت تېر شوو امرونو د اتومات حذف ځانګړتیا هم فعاله ده.
-
پراخ تایم فریمونه: له یوې دقیقې څخه تر یوې میاشتې پورې ۲۱ مختلف تایم فریمونه شتون لري. دا د هرې ستراتیژۍ لپاره دقیق تحلیل او د پایلو مؤثره ارزونه ممکنه کوي.
-
مدغم اقتصادي تقویم: په پلاتفورم کې مدغم اقتصادي تقویم د MT5 د چارټ په پای کې ښکاري. اقتصادي پېښې د اهمیت له مخې په مختلفو رنګونو وېشل شوې دي، ترڅو په آسانۍ سره وپېژندل شي.
-
ټولنیز تریدنګ: نېغ په نېغه توګه د بریالیو سوداګرو معاملې کاپي کړئ. د وړیا او تجارتي سیګنالونو له ګڼ شمېر څخه یو انتخاب کړئ او پرېږدئ ترمینل ستاسو په ځای اتومات ترید ترسره کړي. مېتانریدر ۵ د روزنیزو ویډیو سره راځي چې درښایی څنګه یو سیګنال غوره او وڅېړئ، ګډون پرې وکړئ، او د هغې د معاملاتو اغېزمنتیا وارزئ.
-
پرمختللي تحلیلي وسایل (Comprehensive Analytical Tools): په معیاري MT5 کڅوړه کې ۳۸ تخنیکي شاخصونه (Indicators) او ۴۴ تحلیلي وسایل شامل دي. اضافي وسایل د آنلاین پلورنځي څخه واخلئ او دننه په ترمینل کې یې وازمویئ. همدارنګه، د زدهکړې موادو ته لاسرسی او د فورمونو له لارې بحثونه ترسره کړئ.
-
مدغمه مجازي مېزباني: د سوداګریزو روباټونو او سیګنالونو د بېخنډه فعالیت لپاره د ترمینل یوه کاپي په مجازي فضا کې فعاله کړئ. د بروکر سرور ته د لږ ځنډ سره مناسب VPS موقعیت ترلاسه کړئ. د MT5 فارکس د مېزبانۍ لومړۍ ۲۴ ساعته وړیا دي!
پرمختللې ځانګړتیاوې د هغو کسانو لپاره چې د اتومات تریدنګ مینهوال دي، ځانګړې ګټه لري. دا د MQL5 IDE پرمختیایي چاپېریال سره ادغام لري او د Freelance Service ځانګړې برخه لري. MT5 وړیا ښکته کېدلی شي، او د شاخصونو او مشاورینو په کارولو سره د خپلو ستراتیژیو جوړولو لپاره لږ پروګرامي مهارت ته اړتیا لري. که مرسته ته اړتیا وي، تاسو کولی شئ د فریلانس برخې له لارې مسلکي متخصص وګمارئ، د خپلو اړتیاوو، شرایطو او د اجرایی بیو د مشخصولو وروسته.
د ستراتیژۍ ټیسټر کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي چې د شاخصونو، سکریپټونو، او مشاورینو مؤثریت او غوره پارامیټرونه وارزوي. د پنځو ازموینې حالتونو په شتون کې—چې جینیټیک الګوریتمونه، لیدیز وسایل، او بیلابیل اصلاحاتي میتودونه پکې شامل دي—کاروونکي کولای شي ستراتیژۍ په بشپړ ډول وارزوي، چې پکې څو اسعارو مشاورین هم شامل دي، او د شتمنیو ترمنځ همغږي هم وارزوي.
پلاتفورم د وېشلي ازموینې ملاتړ کوي، چې د MQL5 Cloud Network او محلي شبکو اضافي ظرفیتونه کاروي، ترڅو د اصلاح او سمون بهیر ګړندی شي. تخنیکي متخصصین د مؤثره معلوماتو صادرولو، Push Notifications ملاتړ، او د iOS او Android نسخو شتون ستایي، ترڅو کاروونکي تل له بازار سره همغږي پاتې شي.
مېټاټېريډر ۵ په دوامداره توګه پرمختګ کوي او یو باوري، عصري او مسلکي تحلیلي پلاتفورم دی. دا د نن ورځې لپاره د ترید د راتلونکی استازیتوب کوي. یوازې یې وړیا دانلود کړئ او د بریالۍ ترید لپاره له ټولو پرمختللو وسایلو ګټه واخلئ.
دانلود کول